خداوند متعالی قرآن مجيد په سوره همزه کښې فرمائې : خرابی ده (هلاکت دے ) هر هغه چا د پاره چه طعنه ورکوی او غيبت کوی ـ کوم کس چغل خوری او غيبت کوی هغه کس هر دواړو طرفو نه غيبت او چغلخوری کوی ـ او په خلقو مينځ کښې اختلاف اچاوی ـ
حضرت علی عليه السلام مالک اشتر ته ديشان سره فرمائې اے مالک اشتر کوم کس خبر روړی هغ باندے زر باور ونکړے ـ امام جعفر صادق عليه السلام د چغل خور په بارے فرمائې چغل خور کس بدترين کس دی ـ کوم کس د چغل خور خبرے اومانی نو د دے سړی دوستان هم کميږی ـ